د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام یو ځل بیا د افغانستان د خرابېدونکي بشري وضعیت په اړه جدي خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې د پرلهپسې اقتصادي، سیاسي او بشري بحرانونو له امله په دې هېواد کې د لوږې ستونزه ورځ تر بلې پراخېږي.
دغه ادارې د پنجشنبې په ورځ پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي، چې د مرستو د لېږد او وېش لپاره بېړنیو مالي سرچینو ته اړتیا لري.
د خوړو نړۍوال پروګرام ټینګار کړی، که نړیواله ټولنه بېړنۍ مرسته ونه کړي، نو د ژمي په موسم کې به د افغانستان ډېری لرې پرتو سیمو ته د رسېدو لارې وتړل شي او مرستې به د اړتیا وړ خلکو ته ونه رسېږي.
د خوړو نړۍوال پروګرام مرستیالې اجرایوي مشرې رانیا ډګش، ویلي: «په افغانستان کې د خلکو اړتیاوې ډېرې پراخې او بېړنۍ دي. که کافي منابع برابرې نه شي، نو میلیونونه کسان به د سختې لوږې له ګواښ سره مخ شي. موږ د ژمي تر راتلو وړاندې باید د مرستو رسولو ته چمتو اوسو».
په عین حال کې، د ملګرو ملتونو دکډوالو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی چې د سپتمبر له ۹مې نېټې راهیسې یې په ټول افغانستان کې د نغدو پیسو وېش مرکزونه تړلي دي. دغه پرېکړه د طالبانو له هغه اقدام وروسته وشوه چې د دې ادارې ښځینه کارکوونکې یې د فعالیت له حقه محرومې کړې. ددغه ادارې په وینا، د ښځو په نه شتون کې د مرستو ډېری بهیرونه، په ځانګړې توګه د کورنیو په کچه، له ستونزو سره مخ کېږي.
کارپوهان وايي، دخوړو نړۍوال پروګرام د اندېښنو او د نورو نړیوالو ادارو د محدود شویو فعالیتونو دوام ښيي چې د افغانستان د خوراکي امنیت وضعیت لا هم په چټکۍ سره خرابېږي.
د هغوی په وینا، د جګړو، بېکارۍ، وچکالۍ او اقتصادي بندیزونو تر څنګ، پر مرستندویو ادارو د محدودیتونو زیاتېدل د دې لامل ګرځي چې د افغانانو ژوند له لا زیاتو ستونزو سره مخ شي.