سي این این: د ټرمپ اداره هڅه کوي چې له طالبانو څخه د بګرام اډه بېرته تر لاسه کړي

۳ ساعتونه مخکې

درې باوري سرچینو (سي این این) ته ویلي، چې له تېرو څو میاشتو راهیسي ډونالډ ټرمپ د امریکا د ملي امنیت چارواکو سره په پټه هڅه کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو څخه د بګرام هوايي اډې د ترلاسه کولو لپاره یوه لار پيدا کړي.

ټرمپ نن په ښکاره ډول وویل، چې هڅه کوي‌ دغه اډه بیرته تر خپل واک لاندي راولي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ د لومړي ځل لپاره د پنجشنبه په ورځ (د وږي ۲۷مه) په ښکار ډول د طالبانو څخه د بګرام اډې نیولو ته په اشاره سره خبريالانو ته وویل: «د دوی اداره‌ هڅه کوي دا اډه بېرته تر خپل کنټرول لاندې راولي.»

د جمهوریت له پرځېدو او د افغانستان څخه د امریکايي پوځيانو له وتلو وروسته طالبانو دغه اډه تر خپل واک لاندې راوستله.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د بریتانیا د لومړي وزیر کیېر سټارمر سره د ګډې خبري غونډې پر مهال هم وویل: «موږ دغه اډه طالبانو ته وړیا ورکړې. موږ هڅه کوو چې دا بیرته ترلاسه کړو.»

سرچینو سي این این ته ویلي، چې د بګرام اډې د بیا نیولو خبرې شاوخوا د مارچ له میاشتې راهيسې روانې دي.

ټرمپ او د هغه د ملي امنیت لوړپوړي چارواکي باور لري، چې دغه اډه په افغانستان کې د ځمکنیو عناصرو او کانونو ته د لاس رسي، د داعش په نښه کولو، د ترهګرۍ په وړاندې د یو مرکز جوړولو، د یو ډيپلوماتیک مرکز د پرانیستلو او د چین د څارنې لپاره چې له دې ځایه ۵۰۰ میله لرې ده مهمه ده.

یوې سرچینې ویلي، چې دا ټولې موخې به د امریکا د پوځي حضور پرته ناممکن وي.

ټرمپ د خپلي حکومتولۍ په لومړۍ دورې کې له طالبانو سره یو تړون کړی و، چې د امریکا سرتیرو بشپړ وتل یې لازمې کړي وو.

دا معلومه نده، چې طالبانو څنګه د دې مهمې اډې د کنټرول پرېښېدو په اړه له امریکا سره په اړیکه کې دي؛ خو ټرمپ د پنجشنبه په ورځ اشاره وکړه، چې امریکا پر دې ډله باندې نفوذ لري.

ټرمپ په بکینګهمشایر کې خبریالانو ته وویل: «موږ هڅه کوو چې دا بیرته ترلاسه کړو ځکه چې طالبان له موږ څخه ډیرې اړتیاوې لري. موږ دا اډه بیرته غواړو.»

ټرمپ مخکې هم ویلي وو، که چیرې د ۲۰۲۱ کال د وتلو پرېکړه د هغه د ادارې پر مهال شوې وای، نو نوموړي به بګرام اډه تر خپل کنټرول لاندې ساتلې وای.

هغه د دې اډې ستراتیژیک موقعیت ته اشاره کړې، چې دا د افغانستان او چین ترمنځ پولې ته نږدې ده.

همداراز، ټرمپ د همدې روانې میاشتې په پیل کې ویلي وو، چې د بایډن اداره «ډېره احمقانه» وه چې په ۲۰۲۱ کال کې یې له دې اډې نه امریکايي ځواکونه وایستل.

نور خبرونه

رادیو