د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني د یاد وزارت له چارواکو او کارکوونکو غوښتي چې د کابل امنیت او د خدماتو وړاندې کولو ته تر نورو ولایتونو زیات پام وکړي.
د هغه په وینا، د هېواد پلازمېنه او د هغې ګڼ نفوس ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري.
د کورنیو چارو وزارت طالب ویاند مفتي عبدالمتین قانع ویلي چې په کابل کې د «اصلاحاتي غونډې» په نوم ناسته ترسره شوې چې په کې د دې وزارت لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی و.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې اداري معین ملا رحمتالله نجیب پر دې ټینګار کړی چې ټول اداري اصول دې د «اسلامي شریعت» په چوکاټ کې پلي شي. په ناسته کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمدنبي عمري هم شتون درلود.
سراجالدین حقاني په دې ناسته کې د خلکو سره د لا زیاتو اړیکو، د نظام د لاسته راوړنو او قوانینو په اړه د معلوماتو ورکولو او د قوانینو د بشپړې پلي کېدو لپاره د خلکو د همکارۍ پر جلب ټینګار کړی. هغه له چارواکو وغوښتل چې له خلکو سره غونډې ترسره کړي او هغوی د «قانون او نظام له اصولو» سره بلد کړي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د بشري حقونو د یوې بنسټ «رواداري» په راپور کې ویل شوي، په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له قانون څخهبهر وژنې د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۳۰سلنه زیاتې شوې دي.
د ملګرو ملتونو یو بل راپور ښيي، چې یوازې د مې له لومړۍ نېټې څخه تر د جولای تر پایه په ټول افغانستان کې له ۲۶۰۰څخه زیات امنیتي پېښې ثبت شوې دي.