په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد اندیشه، وایي، هغه مرحلهیي توازن چې په نړۍواله او سیمهییزه کچه په وروستیو څلورو کلونو کې د طالبانو د بیا راژوندي کېدو او پراخېدونکي ځواک لامل شوی و، اوس د پای ته رسېدو په حال کې دی.
په ایکس خواله رسنۍ کې د هغه له لیکنې داسې څرګندېږي چې په تېرو کلونو کې د لویو قدرتونو ترمنځ د تعامل، سیالیو او مصلحتونو له امله په افغانستان کې د طالبانو دریځ پیاوړی شوی و، خو اوس د نړیوالو اړیکو د بدلېدونکو شرایطو او سیمهییزو تحرکاتو له کبله دغه فضا ورو ورو بدلېږي.
اندیشه زیاته کړې، چې د نړۍ په سیاسي تقویم کې «سپټمبر او اکټوبر میاشتې»تل د پېښو، بدلونونو او حیرانتیاوو ډکې میاشتي ګڼل کېږي، او امکان شته چې په دې میاشتو کې د نړیوالو او سیمهییزو سیاستونو په کچه نوې څپې رامنځته شي.
هغه همدارنګه خبرداری ورکړ چې د راتلونکو تحولاتو اغېزې به په مستقیم ډول د افغانستان پر سیاسي، امنیتي او ټولنیز وضعیت ولګېږي او د طالبانو د راتلونکې لپاره به مهمې پایلې ولري.
د اندیشه له خبرو داسې جوتېږي چې د افغانستان راتلونکی نه یوازې د کورنیو عواملو، بلکې د سیمهییزو او نړیوالو بدلونونو تر اغېز لاندې دی، او باید له دې پړاو څخه د هېواد سیاسي راتلونکی په دقیق ډول وارزول شي.