طالب چارواکی: ټرمپ د بګرام هوایي اډې په اړه د یوې معاملې په لټه کې دی

۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دریم سیاسي رییس ذاکر جلالي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې ټرمپ په اصل کې د سیاست تر څنګ یو سوداګر او معامله‌ګر دی، او د بګرام هوايي اډې د بېرته اخیستلو خبره یې هم د یوې معاملې په چوکاټ کې مطرح کړې ده.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د بریتانیا د لومړي وزیر کیېر سټارمر سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، چې امریکا غواړي د بګرام هوايي اډه، چې د چین اټومي زېرمتونونو ته نږدې پرته ده، بېرته تر خپل کنټرول لاندې راولي.

جلالي پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي: «ډونالډ ټرمپ تر سیاست ډېر یو تاجر دی. د بګرام د بېرته اخیستلو یادونه یې هم د یوې معاملې په بڼه ده.» هغه زیاته کړه، چې که څه هم افغانستان او امریکا کولای شي پر اقتصادي او سیاسي همکارۍ د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ خبرې وکړي، خو هر ډول پوځي حضور د افغانانو لپاره د منلو وړ نه دی.

دغه طالب چارواکي ټینګار کړی: «په تاریخ کې هېڅکله بهرنی پوځي حضور د افغانانو له‌خوا نه دی منل شوی، دا موضوع په دوحه کې هم په بشپړ ډول رد شوې وه».

له بلې خوا، درې سرچینو سي این این ته ویلي چې ټرمپ له خپلو ملي امنیتي چارواکو غواړي د بګرام د بېرته نیولو لپاره لاره پیدا کړي.

د هغوی په وینا، دغه هڅې لږ تر لږه د مارچ میاشتې راهیسې روانې دي، او ټرمپ باور لري چې بګرام د څو دلایلو له مخې حیاتي ارزښت لري: د چین څارنه، د افغانستان پر طبیعي زیرمو د لاسرسي امکان، د داعش پر ضد د مرکز جوړول او د یوې دیپلوماتیکې اډې د پرانیستلو وړتیا.

خو یوه سرچینه وايي چې د دغو ټولو موخو پلي کول یوازې د امریکا د پوځي حضور له لارې امکان لري. تر اوسه روښانه نه ده چې طالبان د بګرام په اړه د امریکا غوښتنې ته څنګه ځواب ورکوي.

ټرمپ په خپلو خبرو کې وویل: «موږ هڅه کوو بګرام بېرته واخلو، ځکه طالبان له موږ څخه غوښتنې لري. موږ دغه اډه غواړو».

ټرمپ مخکې هم پر دې ټینګار کړی چې که د ۲۰۲۱کال د وتلو پرېکړه د هغه د ادارې پر مهال شوې وای، نو بګرام به یې هېڅکله طالبانو ته نه وای پرې ایښی.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا او طالبانو اړیکې لا هم ترینګلې دي. امریکا د خپلو بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې، خو د کابل سفر کوونکي امریکایي پلاوي هڅې بې پایلې پاتې شوي دي. سربېره پر دې، واشنګټن د طالبانو د ځینو چارواکو د سیمې په مهمو غونډو کې د ګډون مخه هم نیولې ده. د بېلګې په توګه، امیرخان متقي نه دی توانېدلی چې د اسلامي هېوادونو په وروستي غونډه کې ګډون وکړي، او د هغه سفرونه پاکستان او هندوستان ته هم لغوه شوي دي.

دغو محدودیتونو د طالبانو سیمه‌ییز متحدان لکه چین، روسیه او ایران هم ناخوښ کړي دي. د چین استازي په ملګرو ملتونو کې ویلي چې امریکا د خپلو بندیانو د نه خوشې کېدو له امله د طالبانو پر سفرونو بندیزونه لګولي دي.

نور خبرونه

رادیو