په اسلام اباد کې سرچینې: تېره ورځ پولیسو شاوخوا ۲۰ تنه افغان کډوال ونیول

AP ۱۴۰۳ سلواغه ۳۰

له اسلام اباده سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی، چې تېره ورځ د دغه ښار پولیسو سهار وختي له بي۱۷ ښارګوټي شاوخوا ۲۰ کسان ونیول.
د سرچینو په خبره، دغه کسان یوازې له یوه بلاک څخه نیول شوي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، په دغه نیول شويو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
سرچینې زیاتوي، چې د دغو کسانو د ویزو خلاصېدو موده تازه پوره شوې وه او د نورو ویزو لپاره یې ټول قانوني بهیر بشپړ کړی او یو شمېر کسانو بیا ځیني سفارت لیکونه هم له ځانه سره لرل.
له تېرې جنورۍ میاشتې راهیسې د پاکستان حکومت د نا اعلان شوي اقدام له مخې، په پلازمېنه اسلام اباد او راولپنډۍ کې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د نیولو لړۍ پیل کړې ده.
د دغې لړۍ له پیل سره د پاکستان حکومت افغانانو ته په دغه هېواد کې د اوسېدو ویزې هم له شپږو میاشتو څخه یوې میاشتې ته رالنډې کړې، چې افغانان یې له سختو لالهاندیو سره مخ کړي دي.
په پاکستان کې افغان کډواله نیایش وایي، چې له تېرو پنځلسو ورځو راهیسې خپلې ویزې ته په تمه ده؛ خو لاهم د پاکستان حکومت ورته نوې ویزه نه ده ورکړې.
هغه وایي: «له تېرو ۱۵ ورځو راهیسې پټه ګرځم. ټوله کورنۍ مو ویزه لري؛ خو یوازې زما ویزه بشپړه شوې او په کور کې بندۍ پاتې ناسته یمه.»
هغې زیاته کړې: «د ویزو مودې رالنډېدو افغانان لالهانده کړي دي او په ویزو هم ګڼه ګوڼه ډېره شوې؛ خو د پاکستان حکومت لاهم د شپږ میاشتنۍ ویزې پیسو په بدل کې د یوې میاستې ویزه راکوي. که په یوې کورنۍ کې لس غړي وي؛ نو د ټولو د یوې میاشتې ویزې لګښت شاوخوا دوه لکه پاکستانۍ کلدارې کېږي، چې د دغه لګښت پرې کول د کورنیو لپاره ډېر ستونزمن دی.»
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ بیا (د سلواغې په ۲۰مه) په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د پاکستان حکومت یوازې د ۲۰۲۵ کال د پیل په یوه میاشت کې ۱۸ زره او ۳۰۰ افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي دي.
له بل پلوه تازه د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ شاوخوا ۱۳۶ کورنۍ له ایران او پاکستانه افغانستان ته ستنېدلې دي.

نور خبرونه

رادیو