په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیر احمد فایق د طالبانو له خوا پر طبي انسټیټونونو د بندیزونو په اړه د یوناما د عمومي منشي پر چوپتیا نیوکه وکړه.
نوموړی وايي، چې دغه چوپتیا د توجیه وړ نه ده او یوناما نباید غیر فعال او چوپتیا غوره کړي.
د طالبانو مشر د دوشنبې په ورځ په یوه نوي فرمان کې په افغانستان کې د نجونو پروړاندې د طبي انسټیټونونو دروازه هم بنده کړه.
ښځینه محصلینو په دغو انسټیټونونو کې د قابلګۍ او نرسینګ په برخو کې زده کړې کولې.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیر احمد فایق د سې شنبه په ورځ په خپل اېکس کې لیکلي: «زه د طالبانو له خوا پر طبي زده کړو د بندیزونو په اړه د یوناما پر چوپتیا حیران یم.»
فایق وایي، که څه هم تمه نه لري چې ملګري ملتونه دې د طالبانو د مشر دا پرېکړه وغندي، خو د دې ادارې چوپتیا د توجیه وړ نه ده.
نوموړي په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه د دفاع لپاره د ملګرو ملتونو د عملي اقدام غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه: «د نجونو د زده کړو لپاره د عدالت غوښتنه د اقدام وړ ده.»
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په خپل نوي فرمان کې په افغانستان کې د نجونو په نیمه عالي طبي زده کړو هم بندیز ولګاوه، چې دې پرېکړې په کور دننه او بهر ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.
د هبت الله له دغې پرېکړه سره په ټول هېواد کې زرګونه ښځینه زده کړیانې بې برخلیکه شوې.
ځیني طبي انسټیټوټونه چې په افغانستان کې د ښځو لپاره ځانګړې برخې تدریسوي ویلي، چې د دې زده کړیانو په له لاسه ورکولو سره د دوی د فعالیتونو دوام ستونزمن شوی شوی.
د یادولو ده، چې اوسمهال د یو شمېر محصلینو وروستی سمستر هم و.
ښځینه زده کړیانو د طالبانو د مشر پر دې پرېکړې نیوکه وکړه او دغه راز یې د نوموړي دا فرمان د خپلو ټولو هیلو د پایته رسېدو په معنا وبلله.
سره له دې چې طالبانو تر دې وړاندې د نجونو پر زده کړو بندیزونه موقتي بللي و، خو د یادې ډلې د مشر نوې پرېکړه د دې ښکارندویي کوي، چې دغه ډله له دیني زده کړو پرته په هېڅ یوه عصري برخه کې د ښځو له زده کړو سره موافق نه دي.