د ایکو ناسته پایته ورسېده؛ «افغانستان کلیدي رول لري، خو له ترهګرۍ سره ښکېل دی»

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۳

په مشهد کې د اقتصادي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ۲۸مه غونډه نن سې شنبه پایته ورسېده.

تاجکستان د سیمه ییزې اقتصادي پراختیا په برخه کې د افغانستان پر ارزښت ټینګار وکړ.
دغه غونډه په داسې حال کې ترسره شوه، چې د ایران او طالبانو ترمنځ له ښو اړیکو سره - سره بیا هم یاد هېواد په دې ناسته کې طالبانو ته بلنه ورنکړه.
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین په خپلو خبرو کې د افغانستان غیبت ته په اشارې سره وویل: «افغانستان اوسمهال له ترهګرۍ او د نشه یي توکو له قاچاق سره مخ دی، په داسې حال کې چې مونږ فکر کوو دغه هېواد کولی شي د ایکو په اقتصادي پراختیا کې د پام وړ رول ولري.»
نوموړي همداراز زیاته کړه: «له افغانستان سره د ګډو اقتصادي پروژو تعریف، د راتلونکي لپاره یوه مهمه پانګونه ده او مونږ ترې ملاتړ کوو.»
د ایکو سازمان عمومي منشي اسد مجید خان هم په دې سازمان کې د افغانستان مهم رول ته په ټینګار سره هیله څرګنده کړه، چې د دې هېواد له ظرفیتونو څخه په سیمه کې کار واخیستل شي.
افغانستان د ایکو سازمان سره له یو ځای کېدو وروسته د دې سازمان له فعالو غړو څخه دی.
د طالبانو د حکومت مشروعیت چې د نړۍوالې ټولنې له خوا نه دی منل شوی، د دې لامل شوی، چې دغه هېواد له ډېرو سیمه‌ییزو او نړۍوالو سازمانونو لرې کړای شي.
د ایکو د ادارې او د ایران د بهرنیو چارو وزارت د څو اړخیزو سازمانونو مشر وویل: «د افغانستان اوسنی وضعیت د دې لامل شوی چې د دې هېواد پلاوی نه یوازې په ایکو، بلکې په نورو مهمو سیمو ییزو چارو کې هم و نه توانېږي حضور ولري. له دې سره - سره هیله لرو چې یو ځل بیا افغانستان ته د ستنېدو شرایط برابر شي.»
د مشهد په ناسته کې د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د سيمه‌ييزو همکاريو د پراختيا لپاره د ټرانسپورټ، چاپېريال ساتنې، ګرځندوی او داسې نورو برخو کې پر همکارۍ ټينګار وکړ.
دغه راز په دې ناسته کې د ګډو اندېښنو لکه د اقليمي بدلونونو په اړه بحث وشو او غړي هېوادونه د دې ننګونو د مقابلې لپاره د نړۍوالو همکاريو د پياوړتيا غوښتنه وکړه.
ایکو د سیمې په کچه یو سازمان دی، چې د ایران، پاکستان او ترکیې لخوا په ۱۹۸۵ کې د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او کلتوري همکاریو د پراختیا په موخه جوړ شو او د ۱۹۹۲ کال وروسته ورسره اوه نور هېوادونه لکه اذربایجان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان هم یو ځای شول چې ټول شمېر لسو هېوادونو ته ورسېد.
په ۲۰۲۵ کال کې د ایکو د راتلونکې غونډې کوربه اذربایحان وي.

نور خبرونه

رادیو