د ننګرهار پخواني والي شاه محمود میاخېل د امریکا په میریلینډ ایالت کې د تتسیو ناکامورا په تلین غونډه کې وویل چې ناکامورا د پاکستاني طالبانو له خوا د پاکستان په اشاره وژل شوی دی.
نوموړی وايي چې پر ناکامورا د برید اصلي طراح حاجي دوبۍ د جمهوري دولت له خوا په کابل کې وژل شوی و او د هغه بل ملګری د جمهوري دولت له سقوط وروسته د طالبانو له خوا ازاد شوی او دا مهال پېښور او ننګرهار ته تګ راتګ لري.
میاخېل وویل: "تر اوسه پورې دا خبره عامه ده چې د ناکامورا قاتلانو ته څه نه دي ویل شوي، مګر دا خبره نا درسته ده، مهم قاتل وژل شوی او دویم شخص د طالبانو ملګری دی".
یاده تلین غونډه چې د افغان هنرمند ارین خان له خوا جوړه شوې وه، پکې د یو شمېر سیاستوالو، لیکوالو او فرهنګیانو په ګډون د ناکامورا مینه والو ګډون کړی و او د هغه د کړو کارونو ستاینه یې وکړه.
د پخواني جمهوري دولت د کابیني غړي جارالله منصوري په دغو مراسمو کې وویل چې ډاکتر ناکامورا په حقیقت کې افغانانو ته د ژوندانه د لارې پر ښودلو سربېره غوښتل چې وښيي څنګه ملتونه پر خپلو پښو دریږي، خو افغانانو له هغه زده کړه ونه کړه.
نوموړي وویل: " موږ بدبخته خلک یو چې خپل یو مېلمه خادم مو ونه شو ساتلی، موږ له بده مرغه هغه ملت یو چې خپل کور ته پخپله اور اچوو".
افغان هنرمند ارین خان په دې تلین غونډه کې ناکامورا (کاکا مراد) ته د هغه له خوا ویل شوی سرود هم ډالۍ کړ.
ډاکټر ټټسیو ناکامورا چې د افغانستان خلکو د "کاکامراد" په نوم هم پېژنده، یو جاپانی ډاکټر، بشري فعال او د سولې سفیر و.
هغه له ۱۹۸۴ کال راهیسې په افغانستان کې د روغتیا او پرمختیایي پروژو پرمخ وړلو لپاره خپل ژوند وقف کړی و.
ناکامورا د لومړي ځل لپاره په پاکستان کې د کډوالو لپاره د درملنې په موخه کار پیل کړ، خو وروسته افغانستان ته لاړ، چیرې چې یې پر روغتیايي خدماتو سربېره، د اوبو د بندونو او کانالونو جوړولو نوښتونه وکړل.
هغه د اوبو د وېش لپاره سیستمونه جوړ کړل، چې نه یوازې د زرګونو کورنیو ژوند یې ښه کړ، بلکې د وچکالۍ ځپلو سیمو زرغونولو کې یې هم مرسته وکړه.
نوموړی په ۲۰۱۹ کال کې په ننګرهار کې په یوه وسله وال هدفي برید کې ووژل شو.