هانکانګ ۴۵ ډیموکراسي پلوه فعالان په یوه امنیتي قضیه کې بندي کړي دي

AP ۱۴۰۳ لړم ۲۹

په دغو کسانو کې یو هم حقوق پوه بیني تای په لس کاله بند محکوم شوی او د نوموړي تر څنګ لسګونه نور کلونه، کلونه په بند محکوم شوي.

د الجزیرې ټلویزیون د راپور له مخې، د هانګ کانګ یوې محکمې د ډیموکراسۍ یو مخکښ مدافع وکیل په لس کاله بند محکوم کړ او لسګونه نور فعالان یې د چین په خاوره کې د ملي امنیت تر ټولو لویه قضیه کې د کلونو کلونو په بند محکوم کړل.
۶۰ کلن حقوق پوه بیني تای چې په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۹ کلونو کې یې د هانګ کانګ د ډیموکراسۍ په پلوي لاریونونو کې مهم رول لوبولی و، د سې شنبې په ورځ وروسته له هغه په اوږده بند محکوم شو چې څارنوالانو هغه د فعالانو له‌خوا د یوې توطیې «تنظیم کوونکي» په توګه وباله.

تای او ۴۴ نور یا په خپلو جرمونو اعتراف کړی او یا هم د ښار د مقننه قوې لپاره د ډیموکراسۍ پلوه نوماندانو د غوره کولو لپاره د نا رسمي لومړنیو ټاکنو تنظیم کولو په تور مجرم پېژندل شوي.
دغو فعالانو غوښتل هغه وکیلان وټاکي چې د ښار د بودجې په وړاندې منفي رایه ورکړې، چې مقننه قوه منحل کړي او بیا د ښار مشر لرې کړي؛ خو دا ډول کړنه د هانګ کانګ د اساسي قانون له مخې اجازه نه لري.
څارنوالانو پر دغو کسانو تور ولګاوه او وايي، د حکومت د "پرځولو" پلان یې جوړ کړی و.
له تای وروسته، تر ټولو اوږده سزا ۲۷ کلن اوون چاو ته ورکړل شوه، نوموړي په ټاکنو کې د نوماند په توګه ګډون کړی و او له دې امله باید ۷ کاله او نهه میاشتې باید په زندان کې تېرې کړي.
همداسې په ترتیب سره پخواني ژورنالیست ۳۴ کلن ګوینت هو ته د اووه کاله بند سزا ورکړل شوې ده.
خو دوی دواړو محکمو ته ویلي، چې دوی بې ګناه دي.
له دغه ډلې د اسټرالیا تبعه ګورډن نګ، چې د هانګ کانګ له وګرو څخه یې په ټولنیزو رسنیو کې په ابتدايي ټاکنو کې د رایې ورکولو غوښتنه کړې، په اوه کاله او درې میاشتو بند محکوم شوی.
د دغې ډلې ډېری کسان په ۲۰۲۱ کال کې نیول شوي وو او تر اوسه په زندان کې وو.
په راپور کې ویل شوي، چې د ۴۷ تورنو کسانو څخه د هانګ کانګ د ملي امنیت پولیسو له‌خوا په ۲۰۲۱ کال کې د تای په ګډون ۳۱ نیول شویو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی دی.
په ۲۰۲۱۹ کال کې کله چې د هانګ کانګ د هغه وخت مشرې کېري لام د قانوني بدلونونو وړاندیز وکړ، چې مجرمین د چین اصلي خاورې ته وسپارل شي. هانګ کانګ کې حکومت ضد لاریونونونه پیل شول.
لاریونونه په چټکۍ سره د چین په خاوره کې د حکومت ضد غورځنګ ته وده ورکړه ځکه چې د هانګ کانګ اوسېدونکو د ښار مشر غوره کولو لپاره مستقیمې ټاکنې او د سیاسي ازادۍ غوښتنه کوله.

نور خبرونه

رادیو