سرفراز بګټي چې له پاکستان یې د کډوالو د اېستلو پلان جوړ کړی و، د بلوچستان سر وزیر شو

AP ۱۴۰۲ کب ۱۱

د پاکستان پیپلز ګوند سرفراز بګټي د بلوچستان د سر وزیر په توګه معرفي کړی و.

ښاغلي بګټي مخکې د پاکستان په موقته کابینه کې د کورنیو چارو د وزیر په توګه دنده کوله.

هغه له پاکستان د بې اسناده مهاجرینو د ایستلو پلان جوړوونکی و او شاوخوا نیم ملیون افغانان یې خپل هېواد ته ستانه کړل.

نوموړي تر دې مخکې د پاکستان په موقته کابینه کې د کورنیو چارو د وزیر په توګه له خپلې دندې استعفا کړې وه، چې د پاکستان په عمومي انتخاباتو کې برخه واخلي.

ښاغلي بګټي د خپل وزارت په محدودو میاشتو کې د سلګونو زرو افغان کډوالو په شړلو کې جدي رول ولوباوه.

د روان کال د اګست په ۱۷مه د شهباز شریف د حکومت له استعفا وروسته هغه د انورحق کاکړ په حکومت کې د کورنیو چارو د وزیر په توګه وټاکل شو.

نور خبرونه

رادیو