له ١٤٤ ساعتونو په تېرېدو، پاکستاني وګړي اوس هم اېکس یا پخواني ټوېټر ته لاسرسی نه لري.
په خواله رسنۍ اېکس کې دغه ګډوډي د تېرې شنبې ورځې راهیسې پیل شوه او لاهم دوام لري؛ خو د پاکستان حکومت بیا په دې اړه چوپه خوله پاتې دی.
د پاکستان ګڼ وګړي د اطلاعاتو ترلاسه کولو او خپرولو لپاره له اېکس شبکې کار اخلي؛ خو حکومت لا تراوسه په دې اړه وضاحت نه دی ورکړی، ان د پاکستان د مخابراتو ادارې هم تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې د فبرورۍ په اتمه نېټه چې په پاکستان کې د ټاکنو ورځ وه هم د خواله رسنیو ځینې شبکې غیرفعاله شوې وې.
له بل پلوه په پاکستان کې د انټرنېټ محدودول په مستقیم ډول د دغه هېواد په اساسي قانون کې د تضمین شويو حقونو سره په ټکر کې دي.
د انټرنېټ محدودل د دغه هېواد د معلوماتو ازادۍ، د بیان ازادۍ، او د ټولنې ازادۍ د مادو سره په ټکر کې راځي، کومې چې د ۲۰۱۸ کال په فبرورۍ کې د اسلام اباد سترې محکمې د اساسي حقونو او اساسي قانون خلاف عمل بللی و.
له بل پلوه، د ډیجیټلي حقونو فعالانو خواله رسنیو ته د لاسرسي د ګډوډولو لپاره د چارواکو اقدام غندلی دی.
که څه هم د سند عالي محکمې د پنجشنبې په ورځ امر وکړ، چې په ټول هېواد کې دې د اېکس شبکې خدمتونه په بشپړ ډول فعال شي؛ خو لاهم دغه امر نه دی پرځای شوی.د پاکستان ګڼ وګړي د اطلاعاتو ترلاسه کولو او خپرولو لپاره له اېکس شبکې کار اخلي؛ خو حکومت لا تراوسه په دې اړه وضاحت نه دی ورکړی، ان د پاکستان د مخابراتو ادارې هم تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې د فبرورۍ په اتمه نېټه چې په پاکستان کې د ټاکنو ورځ وه هم د خواله رسنیو ځینې شبکې غیرفعاله شوې وې.
له بل پلوه په پاکستان کې د انټرنېټ محدودول په مستقیم ډول د دغه هېواد په اساسي قانون کې د تضمین شويو حقونو سره په ټکر کې دي.
د انټرنېټ محدودل د دغه هېواد د معلوماتو ازادۍ، د بیان ازادۍ، او د ټولنې ازادۍ د مادو سره په ټکر کې راځي، کومې چې د ۲۰۱۸ کال په فبرورۍ کې د اسلام اباد سترې محکمې د اساسي حقونو او اساسي قانون خلاف عمل بللی و.
له بل پلوه، د ډیجیټلي حقونو فعالانو خواله رسنیو ته د لاسرسي د ګډوډولو لپاره د چارواکو اقدام غندلی دی.
که څه هم د سند عالي محکمې د پنجشنبې په ورځ امر وکړ، چې په ټول هېواد کې دې د اېکس شبکې خدمتونه په بشپړ ډول فعال شي؛ خو لاهم دغه امر نه دی پرځای شوی.