د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت سرپرسته کرن ډېکر د افغان خبریالانو هڅې ستايي او وايي، چې افغان خبریالان او معلوماتو ته لاسرسی باید سرکوب نه شي.
نوموړې نن پنجشنبه ( د لړم ۱۱مه) د خبریالانو پر وړاندې د جرایمو د معافیت د ختمولو د نړۍواله ورځ په مناسبت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د هغو افغان خبریالانو د زړورتیا درناوی کوي، څوک چې د حقیقتونو په لټه کې دي.
د ډېکر په خبره، چې معلوماتو ته لاسرسی ټولنه پیاوړې کوي.
هغې زیاته کړې، چې معلوماتو ته له لاسرسي څخه باید ویره ونه شي او نه هم باید سرکوب شي.
نوموړې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د یو ځانګړي یادښت له خپرېدا دا پیغام خپور کړی، په یادښت کې ویل شوي، چې په وروستیو ۳۱ کلونو کې په افغانستان کې ۷۹ خبریالان وژل شوي دي.