ایرانی چارواکی: د هامون د حقابې په اړه له طالبانو سره خبرې مو ګټورې تمامې شوې

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۰

د ایران مرستیال ولسمشر د سه شنبې په ورځ وویل چې طالبانو په وروستیو خبرو اترو کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د باران له پېلیدو سره سم به د هامون سیند حقابه را پریږدي.
علي سلاجقه وویل چې د دغو دواړو هېوادونو تر منځ د هامون د حقابې په اړه ګډې ناستې به په منظم ډول دوام وکړي.

د سه شنبې په ورځ (د لړم ۹ مه) د ایراني رسنیو د راپور پر بنسټ، د هامون نړیوال سیند د اوبو د پرېمانۍ پرمهال د نړۍ یو له مهمو سیندونو څخه و او په ټول ایران کې د خوږو اوبو تر ټولو لوی سیند دی.
د هامون سیند شاوخوا ۵زره او ۷۰۰ کیلومتره مربع مساحت لري او د سیستان په سیمه کې تېر شوی، خو د هامون سیند لویه برخه په افغانستان کې را تېره شوې ده.
ایراني رسنۍ د هامون سیند د وچېدو لامل د هلمند سیند د اوبو بشپړ بندیدل بولي.
خو د هلمند او هامون له سیندونو څخه د ایران د اوبو د حقابې مسله د ایران او طالبانو ترمنځ په اړیکو کې یوه جنجالي موضوع ده.
تر دې مخکې د ایران لوړ پوړو چارواکو طالبان تورن کړي و چې د هلمند سیند د اوبو د حقابې په اړه یې له خپلو ژمنو سرغړونه کړې .
طالبانو په وار، وار ټینګار کړی چې د ۱۳۵۱ کال تړون ته ژمن دي، خو په دغه سیند کې دومره اوبه نه شته چې د ایران لوري ته وبهېږي.

نور خبرونه

رادیو