اروپايي ټولنه وايي، د هرات د زلزله ځپلو لپاره یې کړې مرستې افغانستان ته رسېدلي او دغه هېواد ته به نورې بشري مرستې هم ولېږدوي.
په دغو مرستو کې د خیمو، درملو او خوراکي توکو په ګډون ۹۲ټنه اړین توکي شامل دي.
د اروپايي ټولنې د ملکي خوندیتوب او بشري عملیاتو ادارې د دوشنبې په ورځ لیکلي، چې په دغو مرستو کې ۵۷ټنه کمپلې او ژمنۍ کڅوړې، ۲۰ټنه درمل او ۱۵ټنه خوراکي توکي شامل دي.
دغه مرستې افغانستان ته د الوتکو په وسیله استول شوې دي، چې د روغتیا نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام ته وسپارل شوې.
په پام کې ده، چې د اروپا د مرستو د لېږد دویمه او درېیمه الوتنه ډېر ژر هرات او کابل ته وشي.