د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې امیر خان متقي د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر سره په انقره کې لیدلي دي.
عبدالقهار بلخي وايي؛ په دغه لیدنه کې متقي ویلي، چې په افغانستان کې هېڅ وسلوال مخالفت نه شته.
څو ورځې وړاندې په کابل کې یوه چاودنې ګڼ شمېر افغانان ووژل خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې په افغانستان کې هېڅ وسلوال مخالفت نه شته.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نن دوشنبې ( د لړم ۸ مه ) پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فدان تر منځ په لیدنه کې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د دوه اړخیزو ډېپلوماتیکو اړیکو د کچې پر لوړولو، نویو سوداګریزو دهلیزونو او ګڼو سیمه ییزو مسایلو په اړه خبرې وکړې.
دوی زیاتوي دواړو بهرنیو چارو وزیرانو د دا ډول ناستو او یو له بل سره په همکاریو ټينګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه، چې دا ډول ناستې به دوام پیدا کړی.
بلخي زیاتوي؛ د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان قیدان چمتوالی وښود، چې د طالبانو حکومت سره به په بېلابیلو برخو کې د ظرفیت لوړونې په موخه همکاري کوي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزیر د لیدنې پرمهال ویلي، چې په افغانستان کې هېڅ وسلوال مخالفت وجود نه لري.
دا ادعا په داسې کې کیږي، چې څو ورځې وړاندې د کابل په یو ورزشي کلپ کې دننه یوې چاودنې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
چې د دغه برید پړه هم داعش ـ خرسان ډلې پر غاړه واخیسته.
د مقاومت او ازادۍ هغه جبهې دي، چې له تېرو څو میاشتو راهسې په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو پر ضد عملیات ترسره کړي دي او ادعا یې کړې ده، چې په دغو بریدونو کې یې طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دوو کلونو په تېریدو سره د طالبانو حکومت هېڅ کوم هېواد په رسمیت نه پېژني.
له دې وړاندې باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له لسو ورځو راهیسې په ترکیه کې دی.
د سرچینو په خبره؛ ښاغلی متقي د میزان پر ۲۷ ترکیې ته تللی؛ خو طالب ویاندانو د دې سفر له رسنیز کولو ډډه کړې ده.