د خراسان رضوي د سرې مياشتې ټولنې مرستيال وايي، چې تر اوسه پورې یې شل لارۍ بشري مرستې چې ٤٥٠ ټنه کیږي راټولې کړي او تېره تېره اونۍ د هرات زلزله ځپلو ته استول شوي دي.
سید مسعود هدایتي وویل، چې ډېر ژر به یو شمېر نورې لارۍ هم ولیږي.
ښاغلي هدایتي د پنجشنبې په ورځ (د لړم په څلورمه) ایراني رسنیو ته وویل، چې په راټولو شویو مرستو کې خوراکي توکي، د تودوخې وسایل، کمپلې، خیمې، د پخولو لوښي او نور توکي شامل دي.
هغه وویل چې د دغو مرستو ارزښت له ۴۷۳ زره ډالرو څخه زیات دی.
وروسته له هغه چې د افغانستان په لوېدیځ کې د ریښتر په کچه ۶،۳ درجې زوروره زلزله وشوه او زرګونه کسان یې ووژل، ایران لومړنی هېواد و، چې زیانمنو سیمو ته یې د ژغورنې ډلې ولېږلې.
د ایران د سرې میاشتې ژغورنې او مرستندویه سازمان د خراسان رضوي له سوېلي او شمالي سیمې او د ژغورنې او مرستندویه سازمان ۵۰ مرسته کوونکي د لس ټیمونو په چوکاټ کې افغانستان ته ولیږل.