پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی، چې د پاکستان نړۍوال هوایي شرکت پيایاې د سه شنبې په ورځ کله چې د پاکستان دولتي تېلو «پی اېس او» د نه تادیه شويو پورونو له امله اکمالات لغوه کړل؛ نو دغه شرکت د تېلو د کمښت له امله خپلې ۱۴ نړۍوالې او کورنۍ الوتنې لغوه کړې.
دغه دولتي هوایي شرکت چې حکومت یې د خصوصي کولو اعلان کړی، په سلګونو ملیارده روپۍ پوروړی دی.
د پیایاې ویاند عبدالله خان رسنیو ته ویلي:«د تېلو نشتوالي د دوشنبې په ورځ د الوتنې عملیات خورا اغېزمن کړل او موږ د تېلو د کمښت له امله د سه شنبې په ورځ ۱۴ الوتنې لغوه کړې.»
پیاېساو د تادیاتو مسلو له امله د تېلو ورکړه بنده کړې ده او اوس یوازې د نغدو پیسو غوښتنه کوي.
ښاغلی خان په راتلونکو ورځو کې د نورو الوتنو د لغوه کېدو خبرداری هم ورکوي.
حکومت د دغه هوايي شرکت د خصوصي کولو پرېکړه کړې؛ خو په دې ترڅ کې يې د هوايي چلند د دوام لپاره هر ډول لنډمهاله ملاتړ بېرته واخيست.
د الوتنو ځنډول په داسې حال کې کېږي، چې پيایاې تمه لري په راتلونکو دوو میاشتو کې انګلستان ته خپلې الوتنې بیا له سره پیل کړي.