د پاکستان سرپرست لومړي وزیر په بېجینګ کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدلي، چې پکې د دواړو خواو له خوا د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا بحث شوی.
دا لیدنه وروسته له هغې کیږي، چې په دې وروستیو کې یو شمېر رسنیو راپورونه خپاره کړل، چې د ای ایم ایف د پور په بدل کې پاکستان پر اوکراین یو شمېر توغندي او نورې وسلې پلورلې دي.
د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انوارالحق کاکړ پر خپلې اېکس پاڼې له ولادیمیر پوتین سره د لیدنې یوه ویډیو خپره کړې، چې پکې نوموړي له روسیې سره د دوه اړخیزو همکاریو هیله مندي ښودلې ده.
نوموړي په سیمه کې د ترهګرۍ پر ضد د فعالیت، د پاکستان او روسیې مشترک اهدافو ته هم اشاره کړې ده.
همداراز د پاکستان د سرپرست لومړي وزیر له دفتره په خپره شوې خپر باڼه کې راغلي، چې سرپرست لومړي وزیر د پاکستان د دفاع، د استخباراتي معلوماتو د تبادلې او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له روسیې سره د اړیکو د پراختیا هیله مندي هم ښکاره کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په سیمه کې پاکستان د امریکا له ملاتړه برخمن هېواد ګڼل کیږي، که چېرې له روسیې سره د پاکستان اړیکې غښتلې کیږي، ښايي له امریکا سره یې پر اړیکو منفي اغېز وښیندي.
خو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین بیا پر اقتصادي همکاریو او پیاوړتیا ټینګار کړی او د امنیتي همکاریو په اړه روسي رسنیو څه نه دي خپاره کړي.
د پاکستان او روسیې تر منځ اړیکې وروسته تر هغې لا ډېرې خرابې شوې، چې د اوکراین جګړې په لومړیو ورځو کې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان روسیې ته لاړ او د اقتصادي اړیکو د پراختیا ژمنه یې وکړه.
هم مهاله په پاکستان کې د عمران خان پر ضد یو شمېر ګوندونو اتحاد وکړ او د نوموړي حکومت ته یې د عدم اعتماد رایه وکړ.
وروسته له دغو بدلونونو د رهبرۍ په کچه له روسیې سره د پاکستان اړیکې سستې شوې او د پخواني لومړي وزیر عمران خان په وینا، چې د ده حکومت یوازې له دې امله نسکور شو، چې دوی غوښتل له روسیې څخه ارزان تېل تر لاسه کړي او امریکا یې مخنیوی کاوه.