خیبر پښتونخوا کې چارواکي:هغو ناقانونه موټرو ته اسناد ورکوي چې له افغانستانه را اړول شوي

AP ۱۴۰۲ تله ۲۶

چارواکي وايی د ټولو ناقانونه موټرو خاوندان باید له پېژندنې وروسته هغه سندونه ترلاسه کړي چې د حکومتي چارواکو له خوا هغوی ته په پام کې نیول شوي.
دغه موټر له افغانستانه په قاچاقي لارو را اړول کیږي او پرته له ګمرکي محصول د خیبر پښتونخوا په یو شمېر قبایلي سیمو کې په ازاده توګه چلیږي.

پخوا به دغو موټرو د خیبر پښتونخوا له قبایلي سیمو د باندې تګ راتګ نه شو کولای، خو د دغه نوی قانون له مخې دغه موټر د خیبر پښتونخوا په هره سیمه کې چلیدلای شي.

د خیبر پښتوخوا اوسیدونکي وايي د دغه نوي قانون په پلی کېدو سره به ولسی خلکو ته ګټه ورسیږي، د کاروبار زمینه به ورته برابره شي، او ورسره به په خیبر پښتونخوا کې د نا امنۍ مخه هم ونیول شي.
خو په سوات کې د ملاکنډ د سوداګرو د ټولنې مشر له دغه کار سره مخالفت ښودلی، او ویلی یې دي چې حکومت غواړي په دې پلمه پر خلکو د ټکسونو او مالیې ورکول جبري کړي.

نور خبرونه

رادیو