د افغانستان د ښځو چارو وروستۍ وزیره: نړۍواله ټولنه نه پوهېږي چې له افغانستان سره څه وکړي

AP ۱۴۰۲ تله ۲۵

د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د ښځو د چارو وروستۍ وزیرې وویل، چې نړۍ له افغانستانه کډه کړې او نه پوهېږي چې له دې هېواد سره څه وکړي.

د حسينې ساپۍ په وينا؛ د افغانستان په اړه جوړې شوې نړۍوالې غونډې هېڅ عملي پايله نه لري.

مېرمن ساپۍ زیاته کړه، چې دا غونډې د هغو کسانو په ژوند کې بدلون نه شي راوستلی چې په افغانستان کې له نا هیلۍ او محرومیت سره مخ دي.

نوموړې له الجزیرې سره په مرکه کې چې د دوشنبې په ورځ (د تلې په ۲۴مه) خپره شوې، ویلي چې په افغانستان کې روان بشري ناورین، د نړۍ والې ټولنې بیا ځلي غبرګون ته اړتیا لري.

اغلې ساپۍ څرګنده کړه: «د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان په جګړه ځپلي هېواد کې ډېری خلک احساسوي چې پرېښودل شوي یا هېر شوي دي».

حسینه ساپۍ د هغه وزارت سرپرسته وزیره وه، چې طالبانو په ۱۴۰۰ لمریز کال کې واک ته له رسېدو وروسته دغه وزارت په امر بالمعروف بدل کړ.

له هغه وروسته دغه وزارت او د طالبانو ډلې پر ښځو او نجونو بې شمېره بندیزونه ولګول، چې د نړۍوالې ټولنې له نیوکو سره - سره دوام لري.

د ښځو چارو پخوانۍ وزیرې زیاته کړه، د طالبانو د حکومت د چارواکو فرمانونه، چې تر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه دي پېژندلي، له بشري حقونو څخه سرغړونه ده.

هغې په ​​افغانستان کې اوسنی وضعیت ډېر مایوسوونکی وباله او ویې ویل؛ د دې پر ځای چې طالبان د خلکو د ملاتړ لپاره لارې چارې ولټوي، طالب مشران کله د ښځو د حجاب، د ښځو سینګار او ځینې وختونه د کور څخه بهر د دوی د فعالیتونو د محدودیت په اړه فرمانونه صادروي.

اغلې ساپۍ ټینګار وکړ: «افغانستان د نړۍوالې ټولنې یوه برخه ده. دا هېواد ستراتیژیک اهمیت لري او کله چې نړۍ افغانستان پرېږدي نو خپله یوه برخه پرېږدي».

هغې پراخې بې وزلۍ او د نجونو پر زده کړو بندیز ته په اشارې سره وویل، چې نړۍواله ټولنه باید د دغو ستونزو د حل لپاره مرسته وکړي.

نور خبرونه

رادیو