د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، د دوی د مشرتابه له لوري د اشخاصو په نومونو د واټونو، عامه ځایونو او څلورلارو پر نومولو بندیز لګېدلی دی. د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوی د هنر او کلتور معین عتیق الله عزیزي په دې تړاو یوه ناسته هم کړې.
د (تلې ۱۵مه) د طالبانو د دغه وزارت د مقدسو ځایونو، واټونو او څلورلارو د نومونې کمېسیون نوبتي ناسته کې د کابل ښار شپږمې ناحیې اړوند د عباس کلي د اوسېدونکو پر یوې عرض پاڼه خبرې شوې او پرېکړه شوې، چې دغه سیمه باید د دولتي اسنادو له مخې د کلا حیدر خان په نوم پر خپل ځای پاتې شي.
طالبان داسې مهال دغه پرېکړه کوي، چې د همدې ډلې پوځي قول اردوګانې هم د اشخاصو په نومونو دي او یوشمېر بنسټونه یې هم د خپلې ډلې د مشرانو په نامه کړي. په همدې ناسته کې د جلال بنسټ په نوم د حقاني شبکې د یوې فرهنګي ادارې له لوري په کابل او ولایتونو کې د څلورلارو په جوړولو هم خبرې شوې دي. طالبانو خپلو پوځي قطعاتو او جنګي ډولو ته هم د دیني اشخاصو نومونه غوره کړي دي.
دې ډلې د خپلې روانې واکمنۍ په لړ کې په بېلابېلو ولایتونو کې د جمهوریت پر مهال په تفریحي پارکونو، سړکونو، څلور لارو او عامه ځایونو اېښودل شوي نومونه لرې کړي او پر ځای یې د خپلې ډلې هغه اېښودلي. د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د شېرزي په نامه لوبغالی چې د جمهوریت د یوه پخواني چارواکي ګل اغا شېرزي په نامه نومول شوی و؛ اوس یې طالبانو نوم د معلم اول ګل لوبغالي ته بدل کړی دی.