د مسکو فارمټ اوومه ناسته نن سېشنبه (د تلې ۱۵مه) په روسیه کې پيل شوه. په دغه غونډه کې د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان چارواکي د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کوي.
په دغه غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم د لومړي ځل لپاره د رسمي غړي په توګه ګډون کوي. مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي و، چې له بېلاروس نه هم یو پلاوی یادې غونډې ته وربلل شوی دی.