په وزیرستان کې د پاکستان پوځ دوه عسکر له وسله والو سره په نښته کې وژل شوي

AP ۱۴۰۲ تله ۲۵

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې تېره ورځ ناوخته په شمالي او سویلي وزیرستان کې له وسله والو سره په مخامخ جګړه کې د دغه پوځ دوه تنه وژل شوي.

د راپورونو له مخې په دغه جګړه کې دوه وسله وال هم وژل شوي او یو ټپي دی.

دواړه پېښې د شمالي او سویلي وزیرستان په ګډو سیمو "اسمان منځه" او "شراونګي" کې رامنځته شوې.

په سیمه کې خپلواک خبریال لال وزیر وايي دا داسې سیمې دي چې تلیفوني شبکې پکې کار نه کوي او له سیمې ډیر معلومات نه شي ترلاسه کیدای.

هغه وايي د داسې جګړو پر مهال په سیمه کې ولسي خلکو ته هم مرګژوبله اوړي خو په وینا یې چې معلومات یې له رسنیو پټ ساتل کیږي.

تېره اونۍ هم د شمالي وزیرستان په میرعلي ولسوالۍ کې د پوځ او وسله والو تر منځ په جګړه یو پاکستانی عسکر وژل شوی و.

د پېښې مسوليت تر اوسه پورې چا نه دی منلی. خو په پاکستاني پوځ د بریدونو مسولیت تل پاکستاني طالبان یا ټي ټي پي په غاړه اخلي

نور خبرونه

رادیو