ټاکل شوې وه، چې په برلین کې د طالبانو په ګډون یوه غونډه جوړه شي، د دې غوڼډې تنظیموونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دا غونډه ځنډول شوې ده.
په ورته وخت کې سرچینو ویلي، چې جرمني طالب چارواکو ته د وېزو له ورکولو ډډه کړې ده.
د جرمني د وسټفالن مسیحي ټولنه چې د دې غونډې یو له تنظیم کوونکو څخه وه، افغانستان انټرنشنل ته یې د دې غوڼډې ځنډېدل تایید کړل. خو دغې موسسې د غونډې د ځنډېدو د لامل په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي؛ تمه وه چې په دې غونډه کې به د سیاسي ډلو د لوړ پوړو مشرانو او د طالبانو د استازو په کچه افغانان ګډون وکړي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ په پام کې وه چې په دې غونډه کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي او د دې ډلې پنځه نور چارواکي هم ګډون وکړي.
د جرمني په حکومت کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې جرمني طالبانو ته د وېزو له ورکولو ډډه کړې ده.
د جرمني حکومت په دې اړه د افغانستان انټرنشنل پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.
تر دې مخکې د افغانستان د بشري حقونو او د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو د جرمني بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزیرانو او همدارنګه د جرمني د پارلمان غړو ته یو لیک استولی و او په دې غونډه کې یې د ګډون په موخه طالبانو ته د وېزو د ورکولو د مخنیوي غوښتنه کړې وه.
د افغان- جرمن ټولنې چې د دې غونډې یو له بل تنظیم کوونکو څخه دی، په یوه اعلامیه کې لیکلي چې د برلین غونډه بلې نېټې ته ځنډول شوې ده.
دې ټولنې زیاته کړه چې غونډه د «تخنیکي دلایلو» له امله وځنډول شوه.
د افغان-جرمن ټولنې د برلین د غونډې ګډونوالو ته وویل، چې د غونډې د نوې نېټې په اړه به دوی ته معلومات ورکړي.
تر اوسه طالبانو د برلین غوڼډې په اړه څه نه دي ویلي.