محسن داوړ: حکومت دې قبایلي سیمو کې د جرګو له خوا د کورونو د ورانېدو مخنیوی وکړي

AP ۱۴۰۲ تله ۲۴

د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل چې په قبایلي سیمو کې د جرګو له خوا د کورونو د ورانېدو مخه ونیسي.

نوموړي په پېښور کې د خپل ګوند د دفتر د پرانیستې په مراسمو کې د جرګو دا کار په حکومت کې یو بل حکومت وباله.

هغه د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې په قبایلي سیمو کې د جرګو په حکم د کورونو ورانول یا سوځول ګډوډي رامنځته کوي او د قوت استعمال یوازې د دولت حق دی.

د محسن داوړ دا غوښتنه په داسې مهال ده، چې په دې وروستیو کې په شمالي وزیرستان کې د اتمانزو جرګې د هغه کس کور ته اور اچولی چې خپله مېرمن یې وژلې وه.

دغې جرګې د محسن داوړ د ګوند دوو غړو ته هم ویلي، چې په حکومتي ناستو کې د ګډون له امله به هر یو پنځه - پنځه لکه روپۍ ناغه ورکوي او یا به یې کور سوځول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې د روان کال له پیله ناامنۍ زور اخیستی او په قبایلي سیمو کې یو شمېر جرګه ګۍ بېرته فعالې شوې دي.

دغه جرګې د خپلو سیمو یو شمېر فیصلې په خپله کوي او په دودیز ډول د جرګې له پرېکړې سرغړوونکو ته سزا ورکوي.

نور خبرونه

رادیو