امریکايي سناتور: پر داسې قانون کار کوو چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته مرستې ودروي

AP ۱۴۰۲ تله ۲۴

د امریکا یو جمهوري غوښتونکی سناتور وايي، چې د یوې لایحې وړاندیز یې کړی، چې له مخې به یې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته ټولې مالي مرستې بندې شي.

رن پال د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۳مه ) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي دي، دا اونۍ به په دې لایحه بیا ځلې کار پیلوي.

دغه امریکايي سیاستوال د خپل لنډ یادښت ترڅنګ د اېکس ټولنیزې شبکې پر پاڼه د خونړیو ډالرو انځور خپور کړی دی.

په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د میلیونونو ډالرو بشري مرستو لېږل ډېر پلویان او مخالفین لري.

ملګري ملتونه چې د پيسو د ټولولو او وېشلو مسووليت لري وايي؛ په افغانستان کې ميليونونه خلک له سختې لوږې سره مخ دي او د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړتيا لري.

مخالفین بیا وايي، چې دا مرستې په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له دوام سره مرسته کوي او دا ډله د بشري مرستو په وېش او مصرف کې لاسوهنه کوي.

نور خبرونه

رادیو