اسوشېټېډ پرېس: په غزه کې د اوبو له بندېدو سره خلک له ناپاکو اوبو کار اخلي

AP ۱۴۰۲ تله ۲۴

د اسراییل له لوري د اوبو بهیر له بندولو وروسته، د فلسطین د کډوالو ادارې ویاند خبرداری ورکړ چې «غزه د وچېدو په حال کې ده»

هغه وویل چې د غزې شاوخوا نیم میلیون اوسېدونکي د ملګرو ملتونو په پناه ځایونو کې د څښاک د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي او د ناپاکو او مالګینو اوبو څښلو ته اړ شوي

اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس د یکشنبې په ورځ (د تلې ۲۳مه) لیکلي چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان د اسراییلي چارواکو په حواله ویلي چې، د غزې سویلي سیمو ته اوبه بېرته رسېدلي، خو د اسراییل د انرژۍ او اوبو د وزارت ویاند وايي چې اوبه یوازې د سویلي غزې په یوې سیمه کې بهیږي.

په غزه کې مرستندویه کارکوونکو هم ویلي دي چې تر اوسه یې د اوبو د بېرته راګرځېدو شواهد نه دي لیدلي.

د حماس د بریدونو په غبرګون کې اسرايیل غزې ته د اوبو، خوراکي توکو، درملو او برېښنا بهیر پرې کړی، چې ځینو بیا دا کړنه د غزې خلکو ته د سزا په توګه یاده کړې او دا د نړیوالو قوانینو له مخې جرم بللی.

په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د کډوالو ادارې ویاندې ژولیت ټوما وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې زیات شمېر خلکو د ملګرو ملتونو ښوونځیو ته پناه وړې ده، خو دلته هم «پاکې اوبه په رښتیا ختمې شوې دي.»

په غزه کې، کورنیو د خپلو شته اوبو سرچینې ډنډ کړې او ډېری یې د ناپاکو یا د مالګینو اوبو څښلو ته اړ شوي دي.

د اسوشیېټیډ پرېس د راپور پر بنسټ، ډېری خلک اړ شوي چې د ناپاکو سیندونو او څاه ګانو له اوبو څخه کار واخلي او د اوبو د کمښت د ګواښ او د ککړو اوبو له امله ناروغۍ به د مړینې احتمال زیات کړي.

د خان یونس په ښار کې خلک جوماتونو ته ورغلي، ځکه چې د پاکو اوبو سرچینې لا هم شته.

مرستندويه ډلو په غزه کې د څه دپاسه دوه ميليونو ملکي وګړو د خونديتوب غوښتنه کړې او د بشري مرستو د لېږد لپاره يې د دهلېز پر جوړولو ټينګار کړى دى، خو د روغتيا د نړيوال سازمان سيمه ييز مسوول وايي، هیڅ داسې نښې نشته چې دا ډول دهلېز به ژر جوړ شي.

نور خبرونه

رادیو