د پښتونخوا د ترهګرۍ ضد ادارې په دغه صوبه کې د ۱۲۸ «مطلوبو ترهګرو» د سر د بیې نوملړ خپور کړ. د دوی د سر بیه له درې لکو نیولې تر اویا لکو روپو پورې مقرره شوې ده.
تر دې مخکې هم په پښتونخوا کې دوه ځلې ورته لېست خپور شوی دی.
د اوسني فهرست کسان د بنو، لکي مروت، مردان او نورو ضلعو یا ولسوالیو اوسېدونکي بللل شوي او د هر کس له نوم سره تصویر هم لګېدلی دی.
د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې د سپټمبر پر ۳۰ د ۳۰ او تر هغه دوه ورځې مخکې هم د ۱۲۸ مطلوبو ترهګرو دوه فهرستونه خپاره کړل.