پاکستانی پوځ: په شمالي وزیرستان کې مو شپږ تنه وسله وال وژلي دي

AP ۱۴۰۲ تله ۲۳

د پاکستان پوځ رسنیز دفتر په ایکس پاڼه لیکلي چې د یو لړ استخباراتي معلوماتو پر بنسټ يې د شمالي وزیرستان میرعلي ولسوالۍ حیدرخیلو سیمه کې عملیات کړي چې له امله يې څوارلس وسله والو ته مرګژوبله اړولې ده.

دعملياتو پر مهال د پوځ او وسله والو تر منځ مخامخ جګړه شوې چې له امله يې شپږ وسله وال وژل شوي او اته تنه نور ټپیان دي.

دغه عملیات تېره ورځ ترسره شوي.

پوځ وايي په دغو عملیاتو کې یو پاکستانی پوځي هم وژل شوی.

د معلوماتو له مخې په جګړه کې له وسله والو څخه وسلې او مهمات هم د پوځ لاسته ورغلي دي.

د پاکستان پوځ د معلوماتو له مخې په سیمه کې د نورو وسله والو د له منځه وړلو په موخه لا هم چاڼیز عملیات روان لري.

بلخوا پاکستاني طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره، دوی ته د مرګژوبلې خبره رد کړې او ویلي يې دي چې په دغو عملیاتو کې يې د پاکستاني پوځ ګڼو عسکرو ته مرګژوبله اړولې.

نور خبرونه

رادیو