ایران طالبانو ته د کانونو د موندلو او اېستلو لپاره د ګډ شرکت د جوړولو وړاندیز کړی

AP ۱۴۰۲ تله ۲۲

د خراسان رضوي ولایت یوه چارواکي ویلي، ایران طالبانو ته وړاندیز کړی چې د افغانستان د کانونو د کشف او اېستلو لپاره دې په ګډه یو شرکت جوړ کړي.

د خراسان رضوي د والي اقتصادي مرستیال ابوالفضل چمندي زیاته کړه، چې افغانستان د سرب، لیتیم او اوسپنې د کانونو پراخې زیرمې لري.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، د خراسان رضوي ولایت د اقتصادي چارو همغږي کوونکي مرستیال ابوالفضل چمندي د شنبې په ورځ -د تلې ۲۲ مه- وویل، د طالبانو له خوا د اوسپنې د استخراج په بولیو کې تر ټولو زیاتې بولۍ ایراني شرکتونو ګټلې دي.

ښاغلي چمندي دغه راز افغانستان ته د ايراني درملو د صادراتو يادونه هم وکړه او ويې ويل، په دې اړه او په دې برخه کې د صادراتو پر وړاندې د پرتو خنډونو د لرې کولو په اړه د طالبانو روغتيا وزارت له ايراني چارواکو سره خبرې کړې دي.

له بلې خوا دغه ایراني چارواکي په بېلابېلو هېوادونو کې د ناروغانو درملنې ته په اشارې سره اټکل کړی چې افغان ناروغان په پاکستان او هند کې د درملنې لپاره یو میلیارد ډالر لګوي او په دې برخه کې د ایران ونډه لږ ده.

هغه وویل، د افغان ناروغانو د درملنې په برخه کې د ایران د مرستو د زیاتولو لپاره د طالبانو د روغتیا ادارې موافقه کړې ده.

ښاغلی چمندي افغانستان ته د ایران د اقتصادي څانګې د چارواکو وروستي سفر او له طالب چارواکو سره خبرو ته په اشارې سره ویلي چې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ له وزیر سره په لیدنه کې د ایران د اړتیا په اساس د چغندر، اوربشو او جوارو په څېر د فصلونو د کرکیلې د تړون په اړه خبرې اترې شوي.

هغه وويل، ايران په دې برخه کې دوه ميليارده ډالره صادرات او شل میلیونه ډالره واردات لري او غواړي په دې برخو کې پرمختګ وکړي.

د خراسان رضوي تجارتي او اقتصادي پلاوی او د خراسان رضوي والي له افغانستان سره د اقتصادي تعاملاتو د زياتولو په موخه تېره اونۍ افغانستان ته سفر وکړ.

نور خبرونه

رادیو