د پاکستان لومړي وزیر د دغه هېواد له مخالفې وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان سره د حکومت د خبرو اوازې رد کړې.
انوارالحق کاکړ د جمعې په ورځ په پېښور کې وویل: «د حکومت ضد وسلوالو سره خبرې نه کېږي او په هره بیه چې وي د حکومت حاکمیت به برقرارېږي.»
ښاغلي کاکړ رسنیو ته دا هم وویل، چې «د هېواد پر امنیت به له هیچا سره سودا ونه کړي او د حکومت ضد ټول عناصر به له هېواد وشړي.»
هغه دا هم ویلي چې د پاکستانۍ ټولنې ټول پاړکي له ترهګرۍ بد اغېز من شوي دي.
د طالبانو حکومت په منځګړتوب پاکستان او ټي ټي پي د ۲۰۲۲ کال په مۍ میاشت کې خبرې درلودې چې بې نتیجې پای ته ورسېدې.
له هغه راهیسې په پاکستان کې بریدونه هم ډېر شوي دي او اسلام اباد د طالبانو پر حکومت تور لګوي چې ټي ټي پي ته یې په افغانستان کې پنا ور کړې ده.
خو طالبان دا تورونه ردوي.
پاکستاني چارواکي افغانان هم په دې بریدونو کې ښکېل بولي او په دغه هېواد کې یې بې قانونه افغان کډوالو ته د اکتوبر میاشتې وروستۍ نېټه د وتلو لپاره ټاکلې ده.
که څه هم په پاکستان کې سیاستوال او نړیوالې ادارې له پاکستان غواړي چې دا پرېکړه بېرته واخلي، خو انوارالحق کاکړ وايي، دا پرېکړه پر خپل ځای ده او افغان کډوال به خپل هېواد ته ستنېږي.