د مېس یونیورس"د نړۍ مېرمن" ښکلا سیالۍ کې د پاکستانۍ موډلې اېرېکا روبېن ګډون په دغه هېواد کې غبرګونونه راپارولي دي.
د جماعت اسلامي سناتور مشتاق احمدخان په اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغه ډول سیالیو لپاره چمتووالی او برخه اخیستنه د پاکستان لپاره "شرموونکې" ده.
په پاکستان کې دیني عالمانو ټینګار کړی، چې حکومت دې د دې سیالۍ د مسوولینو پر ضد اقدام وکړي.
دغه کړنې پر خواله رسنیو او توند لارو کې هم سختې غوسې راپارولې دي او د دغه کړنه یې غندلې ده.
له دغو غبرګونونو سره، د پاکستان لنډ مهالي لومړي وزیر انوارالحق کاکړ په دې برخه کې د پلټنو امر هم کړی دی.
دا لومړی ځل نه دی او ښایي وروستی ځل هم نه وي، چې په دغه شان سیالیو کې د پاکستانۍ نجونو برخه اخیستنې دغسې نادرې راپورته کړې دي، تر دې وړاندې هم ورته پېښې شوې او په ډېرو برخو کې نجونې او مېرمنې د دوی له خوښې چارو راګرځول شوې دي.
څو ورځې وړاندې د خیبر پښتونخوا په سوات کې هم د نجونو په کرېکټ بندیز لګول شوی و او نجونې د کرېکټ له یوې لوبې راګرځول شوې وې.