د شمالي وزیرستان اتمانزیو قبېلې یوې جرګې په سیمه کې د هغه کس کور ته اور اچولی چې څو ورځې وړاندې يې خپله میرمن په کور کې وژلې وه.
سیمه ییزې سرچېنې وايي "قاتل" په هغه شېبه له سیمې تښتېدلی او لا هم نه دی معلوم چې چیرته دی.
ويل کيږي د اتمانزیو جرګې پرېکړه وکړه چې " قاتل" د سیمې له ټاکل شوي تړون څخه سرغړونه (ظلم او ناروا) کړې نو ځکه يې کورته اور ورته کړی او ړنک کړی یې دی.
په سیمه کې خپلواک خبریال لال وزیر وايي چې دغه کس نور محمد نومېده او له کلونو راهیسې په نشه یي توکو روږدی دی.
هغه وايي د دغه کس اقتصادي حالت هم خراب و او تل به یې په کور کې له خپلې میرمنې سره شخړې کولې. لال وزیر وړاندې وايي: «له وژل شوې مور څخه څلور ماشومان پاتې دي چې دوه يې نجونې او دوه هلکان دي، څلور واړه ماشومان خوار او زار ګرځي هيڅوک يې نشته چې سرپرستي يې وکړي.»
لال وزیر وايي جرګې تر اوسه پورې د پرېکړې له مخې يوازې د "قاتل" کور ړنګ کړی او په دې اړه يې پرېکړه نه ده کړې چې د وژلې شوې مور د پاتې ماشومانو سرپرستي به څوک کوي.
جرګه د پښتنو په کلتور کې هغه دودیز نا رسمي شفاهي قانون دی چې له پیړیو راهیسې پښتانه پرې د خپل چم ګاونډ ښې او بدې پرېکړې کوي او په ولس یې مني. که چا د قومي جرګې له پرېکړې سرغړونه وکړه هغه ته بیا جرګه نوره سزا هم ټاکي.
سره له دې چې په نړۍ او سیمه کې د هرې ټاکل شوې جغرافيې لپاره حکومت رامنځته شوی او ټولې چارې د یوه ملت له لوري په منل شوي رسمي قانون مخته ځي خو په پښتنو قبایلي سیمو کې لا هم له پیړیو دود شوی پښتني کلتور د قانون پر ځای چلیږي.