د پاکستان په پنجاب کې د یوې ډلې سندرغاړو موټر اوبو ته غورځېدلی، چې پکې ۷ کسان مړه شوي او همداراز د پښتونخوا په سوات کې هم د ورا موټر کندې ته پرېوتی او ۲۵ کسان پکې ژوبل شوي دي.
د پنجاب میواله کې د سندرغاړو موټر د شپې اوبو ته هغه وخت غورځېدلی، چې د موسیقۍ له یوه پروګرام ستنېدل.
پاکستانۍ رسنۍ وايي، چې مړي له اوبو وېستل شوي دي.
له بلې خوا د پښتونخوا په سوات کې د پنجشنبې په ورځ د ورا «د واده جنج» یو لوی موټر کندې ته غورځېدلی دی او د ښځو او ماشومانو په ګډون پکې ۲۵ کسان ژوبل شوي دي.
ځايي خلکو د پېښې ټپیان له کندې وېستي او د چارواکو په همکارۍ یې د "سیدو شریف" روغتون ته وړي دي.
د روانې میاشت په پیل کې د پاکستان په کراچۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۱ کسان مړه شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي وو.