قزاقستان د هرات له زلزله ځپلو سره بشري مرسته وکړه

AP ۱۴۰۲ تله ۱۹

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت د راپور له مخې؛ د قزاقستان هېواد د چهارشنبې په ورځ (د تلې په ۱۹مه) د هرات ښار زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۱۶۵۹ ټنه بشري مرستې رسولې دي.

په دې بشردوستانه مرستو کې د خوړو، خیمو، جامو او کمپلو په ګډون ۱۳ قلمه توکي شامل دي.

د استانه ټایمز خبري اژانس د خبر له مخې؛ د قزاقستان هېواد طبیبان، ژغورونکي او د لټون سپیانو یوه ډله د سې شنبې په ورځ (د تلې په ۱۸مه) هرات ته رسېدلې ده.

د قزاقستان د بېړنیو حالاتو وزارت د معلوماتو له مخې؛ د ژغورنې دغې ډلې سمدستي په هرات کې له ۳۰-۲۵ کیلومترۍ د لادرکه شویو کسانو د لټون عملیات پیل کړي.

په هرات کې طالب چارواکو د قزاقستان د ژغورونکي ټیم شپني او ورځیني نه ستړي کېدونکي کار څخه مننه او د لوړې روحیې ستاینه یې کړې.

ورته وخت کې د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان وکړ، چې دغه سازمان د هرات له زلزله ځپلو سره بېړنۍ خوراکي مرستې کوي.
یو شمېر نړۍوالو مرستندویه سازمانونو هم اعلان کړی، چې په سیمه کې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره چمتو دي.

نن سهار چهارشنبه (د تلې ۱۹مه) هرات یوې بلې زلزلې چې د ریښتر په کچه ‍‍‍‍۶،۳ درجې وه ولړزاوه، چې تر لومړنۍ زلزلې پنځه ورځې وروسته وشوه.

د راپورونو له مخې؛ په هرات کې د سهارنۍ زلزلې له امله یو کس مړ او تر ۱۱۷ ډېر ټپیان دي.

د بې پولې خبریالانو سازمان د طالبانو د روغتیا وزارت او د روغتونونو د سرچینو د مالوماتو پر بنسټ ویلي، چې د شنبې د ورځې (د تلې په ۱۵مه) په زلزله کې تر ۲۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي، څه باندې ۲۰۰۰ ټپیان او سلګونه نور لادرکه دي.

نور خبرونه

رادیو