په شمالي وزیرستان کې د حمزه داوړ په نوم یو سیمه ییز سیاسي فعال په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د اتمانزیو قبېلې په یوه حکومتي ناسته کې د ګډون له امله ناغه کړی.
په پښتنو کې"ناغه" هغو نغدو پیسو یا نور څه ته وايي چې د سیمې د خلکو له ټاکلو اصولو کوم کس سرغړاوی وکړي، بیا ترې اخیستل کېږي.
هغه وايي له هغه وروسته د کلي یوې جرګې پرې ناغه وټاکله چې ده د پاکستاني پوځ د مشر عاصم منیر له لوري په جوړه شوې غونډه کې ګډون کړی و: «دوه ورځې وخت یې راکړی او راته ویلي يې دي چې که په دوه ورځو کې پنځه لکه روپۍ او درې وزې ور نه کړم نو کور ته مې اور اچوي او ړنګوي يې.»
هغه غونډه د روان میلادي کال په اګسټ کې د پيښور په یوه حکومتي ځای کې جوړه شوې وه.
هغه وايي ده هم د نورو سیاسي او مدني فعالانو په څېر په یاده غونډه کې ګډون کړی و: «زما څه ګناه ده زما په ډول ډیر نورو خلکو هم ګډون کړی و، اوس د کلي جرګې راباندې پنځه لکه جرمانه ایښې او درې وزې به ورکوم.»
د حمزه داوړ ځینو نورو ملګرو او سیاسي فعالانو د ده په وړاندې د اتمانزیو د قبيلې د دا ډول پرېکړې په غبرګون په ایکس ټولنیزه شبکه کې غبرګون ښودلی.
سیاسي فعالې او د محسن داوړ د ګوند (این ډي آیم) فعالې غړې بشرا ګوهر په یادې جرګې نیوکې کړې او ویلي يې دي: «دا په نوم جرگې د محلي سیاسي مشرانو د ترور او غلي کولو لپاره ولې غږ نه پورته کوي؟ د جرګې له غړو سره دې قانوني چلند وشي.»
سیمه ییز سیاسي فعال حمزه داوړ ګواښ کړی چې د یادې جرګې له لوري پرې اېښودل شوې ناغه نه پرې کوي: «اجازه راکړئ چې د اتمانزو قومي مشرانو ته ووایم چې زما څخه یوه روپۍ هم حرامه ده چې در یې کړم.»
تر دې وړاندې هم په شمالي وزیرستان کې یوې قومي جرګې په سیمه کې په یوه خبریال ورته ناغه ایښې وه او هغه يې له خپل کلي څخه په زور کډې کولو ته اړویستلی و
د حمزه داوړ ځينې ملګري وايي چې سیمه ییزې جرګې د حکومت په خوښه او ملاتړ داسې کړنې تر سره کوي چې په سیمه کې سیاسي او مدني فعالان له غږ پورته کولو و وېروي.