د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د دغه سازمان د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځاوه.
په سویس کې د افغانستان سفیر د چهارشنبې په ورځ وویل، چې پاکستان او چین د دغه پرېکړه لیک له تصویب سره مخالفت وکړ، خو د رایې ورکولو غوښتنه یې ونه کړه.
دغه پرېکړه ليک د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې د چهارشنبې په ورځ (د تلې په ١٩مه) له رايې ورکولو پرته تصويب شو.
په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د اروپا په مرکزي دفتر کې د افغانستان استازي نصیر اندېشه پر اېکس ټولنیزې شبکې په یوه یادښت کې لیکلي: «د ښاغلي بېنېټ ماموریت له ډېر ځواک سره د یو بل کال لپاره وغځول شو».
په سویس کې د افغانستان سفیر د ښاغلي بېنېټ د ماموریت د پرېکړه لیک تصویب په جنیوا کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي د فعالیتونو سره ضمیمه کړی.
ښاغلي اندېشه زیاته کړه:«زموږ ډېپلوماسي لا ژوندۍ ده. له خپلو همکارانو، اروپايي ټولنې او ټولو هغو هېوادونو مننه کوم چې همکاري یې کړې ده.»
اروپايي ټولنې په افغانستان کې د بشري حقونو د اندېښنې وړ وضعیت په اړه د پرېکړه لیک مسوده چمتو کړې وه.
دغه پرېکړه ليک د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو په ګډون د امريکا، برېتانيا، جاپان او يو شمېر نورو هېوادونو په ملاتړ تصويب شو.