د روسیې د فيډرالي امنیت ادارې مشر ویلي، چې امریکايي او برېتانوي استخباراتي ادارې په پام کې لري، چې د افغانستان څو مهمو ولایتونو ته بېرته ورشي.
د تاس خبري اژانس د راپور له مخې؛ الکساندر بورتنیکو ویلي چې دغه سازمانونه په افغانستان کې د خپلو اډو پر بیا فعالولو بوخت دي.
تاس زیاته کړه، چې ښاغلي بورتنیکو دغه موضوع د اذربایجان جمهوریت په پلازمېنه باکو کې د مشترک المنافع هېوادونو د استخباراتي ادارو د مشرانو په غونډه کې چې د ده په مشرۍ جوړه شوې وه؛ مطرح کړه.
هغه وويل: «د امريکا مرکزي استخباراتي اداره (سي ای اې) او د برېتانیا (ام ای-۶) استخباراتي ادارې د افغانستان په يو شمېر مهمو ولايتونو کې خپل استخباراتي حضور بيا را ژوندی کوي».
د روسیې د فيډرالي امنیت ادارې مشر زیاته کړه، چې په افغانستان کې د امریکايي اډو د بیا فعالولو احتمال تر څېړنې لاندې دی.
دغه روسي استخباراتي چارواکي امریکا او برېتانیا د افغانستان د وضعیت په بې ثباته کولو کې په لاس لرلو تورن کړل.
د هغه په وينا؛ لویديځې استخباراتي کړۍ د درېیمې درجې هېوادونو په ګډون د افغانستان د اقتصاد د بیارغونې او د بنسټيزو پروژو د پلي کولو لپاره د طالبانو د حکومت هڅې کمزورې کوي.
ښاغلي بورتنیکو دا هم وویل، چې د لویدیځ هڅې د هم منافع هېوادونو په سویلي سرحدونو کې د «بې ثباتۍ د کمربند» په جوړولو متمرکزې دي.
نوموړي همداراز ادعا وکړه، چې په عراق، سوریه او یو شمېر اسیايي او افریقايي هېوادونو کې د نړۍوالو ترهګرو ډلو وسله وال په افغانستان کې د لویدیځ په پرمختللو پاتې شوو وسلو سره روزل کیږي.
امریکايي، بریتانوي سرچینو او همداراز طالبانو تر اوسه په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.