د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال د ازبکستان په ترمذ کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې د پاسپورټونو د وېش د لړۍ د پیلیدو اعلان وکړ.
ضیاء احمد تکل پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې دا وزارت په بهر کې قونسلي خدماتو ته د افغانانو او بهرنیو اتباعو د لاسرسۍ اسانتیاوې برابروي.
دغه طالب چارواکي زیاته کړې، چې دا کار د ازبکستان په همکارۍ شوی دی.
د ترمذ په سرحدي ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ د طالبانو تر واک لاندې کار کوي.
هغه انځورونه چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند له خپل یادښت سره خپاره کړي، طالب چارواکي پکې په ترمذ کې تر سترګو کیږي.
طالبانو تر دې وړاندې په تهران کې د افغانستان په سفارت کې د پاسپورټونو د وېش اعلان هم کړی و.
که څه هم تر اوسه کوم هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي؛ خو د سیمې یو شمېر هېوادونو چې تر ډېره له طالبانو سره نېږدې اړیکې لري، د افغانستان په څانګو کې یې د دې ډلې ډېپلوماټان منلي.