د پاکستان پوځ او ټيټيپي وایي، پرون په هغه برید کې چې د بلوچستان د ژوب په سیمه کې شوی په ترڅ کې یې د یوه جګړن په ګډون د پاکستان د پوځ دوه پوځیان او پنځه تنه وسلهوال وژل شوي دي.
سره له دې چې د ژوب سیمه له ډیورند د فرضي کرښې څخه په لرې واټن کې پرته ده؛ خو د پاکستان پوځ ادعا کړې چې پېښه د افغانستان په پوله کې شوې ده.
د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په وژل شویو پوځیانو کې یو جګړن هم شامل دی؛ خو نور جزئیات یې نه دي ورکړي.
بله غاړه ټيټيپي ویلي، چې د پاکستان پوځ ته یې په دغه برید کې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د بلوچستان ایالت په بلوڅ مېشتو سیمو کې بلوڅ بېلتونپالې ډلې هم فعالې دي؛ خو د ژوب او شاوخوا سیمو اوسېدونکي یې پښتانه دي.
له بلوچ خپلواکي غوښتونکو سره د ټيټيپي نږدېوالي په اسلام اباد کې اندېښنې زیاتې کړې او پر افغان طالبانو فشار راوړي چې د ټيټيپي د ځپلو لپاره ورسره همکاري وکړي؛ خو افغان طالبانو تل ویلي چې دوی د ډیورند پورې خوا ته له پاکستان سره د ټيټيپي پر ضد همکاري نه شي کولی.
له همدې کبله پاکستان په خپله خاوره کې د افغان کډوالو ځورولو، نیولو او له خپلې خاورې اېستلو ته زور ورکړی چې په دې توګه طالبان دې ته اړ کړي، چې د پاکستان په خاوره کې د ټيټيپي پر ضد په جګړه کې له اسلام اباد سره همکاري وکړي.