د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند: زموږ روغتیايي او ارزوونکې ډلې په هرات کې په مرستو بوختې دي

AP ۱۴۰۲ تله ۱۸

د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند سټيفان دوجاریک وايي، چې د هرات د زلزله ځپلو سره د مرستو په پار د ملګرو ملتونو د همکارو ادارو روغتیايي او ارزونکې ډلې په سیمه کې ځای پر ځای شوي او په خپلو کارونو یې پیل کړی.

نوموړي په یوې خبري غونډې کې خبریالانو ته وویل، چې د دوی ځای پر ځای شویو ډلو د سیمې له زلزله ځپلو سره خپلې نغدي، خوراکي او روغتیايي مرستې پیل کړې دي.

سټيفان دوجاریک زیاتوي، چې دا مهال یې اړمنو خلکو ته سرپناه، کمپلې، ګرمې جامې، خواړه، روغتیايي بکسې او نور اړین لومړني توکي ورکړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په خپل تازه راپور کې لیکلي، چې د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د شنبې د ورځې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۲۹۴ تنو ته رسېدلی او ۱۶۸۸ نور ټپیان شوي دي.

د دغه دفتر د معلوماتو له مخې؛ ۴۸۵ نور کسان لادرکه دي او په دې ولسوالۍ کې ټول کورونه ویجاړ شوي دي.

خو مرستندويه ادارې وايي، چې د لټون په دوام سره به د مړو شمېره لوړه شي.

دسرچينو تر مخه د ملگرو ملتونو سره تړلي مرستندویه ادارو په گډون د زلزله ځپلو خلکو ژوند ژغورلو لپاره بېړنۍ مرستې رسولې دي.

طالبانو ویلي، چې یو شمېر خیریه موسسو، سوداګرو او "یو شمېر محدودو پاکستاني شخصیتونو" د هرات له زلزله ځپلو سره ۳۲،۳۵ میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.

چین، جاپان، ایران، پاکستان، اروپايي ټولنې او د روغتیا نړۍوال سازمان د هرات له زلزله ځپلو سره د نغدي، خوراکي او طبي مرستو ژمنه کړې ده.

د مرسته کوونکو هېوادونو له جملې څخه جرمني د هرات له زلزله ځپلو سره د پنځه ميليونه يورو په اندازه تر ټولو زياته مرسته ځانګړې کړې ده.

په ورته وخت کې د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د هرات زلزله ځپلې سیمې ته ورغلی او ویلي یې دي، چې دوی په پلان کې لري، چې ویجاړ شوي کورونه له سره په اساسي او پاخه ډول جوړ کړي.

نور خبرونه

رادیو