د کابل ولایت لپاره د طالبانو والي د اسراییل په اړه خبرداری ورکړی، چې دغه هېواد به ډېر ژر د نړۍ له نقشې څخه لېرې شي.
محمد قاسم خالد د سې شنبې په ورځ (د میزان ۱۸مه) وویل؛ اسراییل غوښتل چې فلسطین د نړۍ له نقشې څخه لېرې کړي، خو اوس خپله د نړۍ له نقشې څخه د لېرې کېدو په درشل کې دی.
دغه طالب چارواکي په کابل کې په یوه غونډه کې فلسطیني وسله والو ته وویل ستاسو دښمنان له منځه تللي دي.
محمد قاسم خالد زیاته کړه، چې اسراييل به د فلسطینیانو په لاس له منځه یوړل شي او "اقصی جومات او بیت المقدس به فتح شي".
هغه ټینګار وکړ، چې فلسطین په ټوله اسلامي نړۍ پورې اړه لري او مساله "د الاقصی جومات او بیت المقدس فتحه" ده.
قاسم خالد له اسلامي هېوادونو وغوښتل، چې د فلسطین ملاتړ وکړي.
دغه طالب چارواکي زیاته کړه، چې طالبان او د افغانستان خلک د فلسطین د خلکو او مجاهدینو د مظلمیت په فکر دي او له هغوی څخه خپل ملاتړ اعلانوي.
په اسراييل باندې د فلسطیني ډلې حماس له حملې وروسته د طالبانو ډلې د دغې فلسطیني ډلې ملاتړ وکړ او ټینګار یې وکړ، چې فلسطینیان د خپل ځان د دفاع حق لري.
د حماس له خوا تر دغه برید وروسته اسراييلي ځواکونو په غزه کې د حماس پر مرکزونو بمباري وکړه.
دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.