د سوریې د لویدیځ په حمص ښار کې د یوه پوځي پوهنتون د فراغت پر مراسمو د بې پیلوټه الوتکې برید لږ تر لږه ۱۰۰ تنه وژلي او ۲۴۰ نور یې ټپیان کړي دي.
رویټرز خبري اژانس لیکلي، بې پیلوټه الوتکې دغه غونډه تر هغه وروسته په نښه کړه چې د سوریې د دفاع وزیر له وینا وروسته سیمه پرېښوده.
تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نهدی منلی.
د سوریې د دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې، «ترهګریز سازمانونه چې د پېژندل شویو نړۍوالو ډلو لهخوا یې ملاتړ کېږي» تورن کړل.
دغه وزارت وايي، د زدهکړیالانو د فراغت مراسمو ته د ماشومانو او ښځو په ګډون یو شمېر کورنۍ رابلل شوې وې چې په قربانیانو کې شپږ ماشومان هم شامل دي.
د سوریې وسلهوالو ځواکونو دغه برید «بې ساري» بللی او ژمنه یې کړې، چې په پوره ځواک او هوډ سره به یې ځواب ورکړي.
په ۲۰۱۲ کال کې د حمص لرغونی ښار چې یو وخت د سوریې د انقلاب پلازمېنه بلل کېده، د بشار الاسد د رژیم د ځواکونو او مخالفو وسلهوالو ترمنځ د سختو جګړو ډګر و چې د بشارالاسد د نسکورولو هڅه یې کوله.
دغه ښار په ۲۰۱۴ کال کې له سختو جګړو وروسته د بشارالاسد د حکومت لاس ته ورغی.