د خیبر پښتونخوا د پېښور په چوک یادګار کې د یوې میاشتې راهیسې د صرافۍ مارکېټ تړل شوی، چې له امله یې د صرافانو ترڅنګ سلګونه کسانو هم خپل کار و بار له لاسه ورکړی دی.
دغه کاروبارونه تر هغې وروسته بند شول، چې پاکستاني حکومت د بهرنیو اسعارو په تېره بیا د ډالرو د زېرمه کولو او قاچاق په تور یوشمېر صرافان ونیول.
له یوې میاشتې وروسته لا هم د پېښور په چوک یادګار کې صرافان هره ورځ دغه مارکیټ ته ورځی او په دې تمه د خپلو تړلو هټیو مخې ته ناست وي، چې ګواکې حکومت به د دوی د کاروبار د بیا پیلېدا امر وکړي.
دغه صرافان وايي، چې که حکومت د بهرنیو اسعارو د زېرمه کولو او قاچاق د مخنیوي په کار کې هوډمن وي؛ نو ښه لاره یې دا ده چې خپلې پولې کنټرول کړي او دغلته د ډالرو د قاچاق مخه ونیسي، د دوی په وینا دا ښه لاره نه ده چې دوی نن سبا غوره کړې او سلګونه کسان یې بې روزګاره کړي دي.
دغه صرافان وايي، چې چوک یادګار سل کلنه مخینه لري او دغلته ټول صرافان حکومت ته کلنۍ مالیه او ټکس هم ورکوي، په دغه مارکېټ کې د صرافانو تر څنګ ګڼ نور سوداګریز شرکتونه هم شته، چې هغوی هم ورسره اغېزمن شوي دي.
د چوګ یادګار یو صراف چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي افغانستان انټرنشنل ته یې وویل: موږ ته حکومت وايي، چې تاسې باید د سلګونه میلیونه کلدارو په بدل کې کاري جوازونه تر لاسه کړئ، چې نن سبا دغه کار د هیڅ یو صراف په توان کې نه شته او په ټول چوک یادګار کې هومره پیسې نه شته لکه څومره یې چې حکومت زموږ څخه د کاري جواز په توګه غوښتنه کوي.
په چوک یادګار کې د صرافانو تر څنګ ګڼ نور کسان چې زاړه نوټونه به یې له خلکو راټولول او بیا به یې بانکونه ته سپارل او سلګونه نور خلک یې له امله بې روزګاره شوي او له دغه حالته تر پوزې رسېدلي دي.
که څه هم د دغه بازار په تړلو سره په بازارونو کې د کلدارو ارزښت د ډالرو پر وړاندې یو څه ښه شوی؛ خو صرافان وايي چې حکومتي چارواکي نه د دوی د دغه کاروبار د قانوني کولو هڅه کوي او نه هم دوی ته د کاروبار اجازه ورکوي.