د ۲۰۲۳ میلادي کال د ادبیاتو نوبل جایزه نارویژي لیکوال او ډرامه لیکونکي یون فوسه ته ورکړل شوه.
د نوبل جایزې وېبپاڼې لیکلي، چې دا جایزه ښاغلي فوسه ته د هغه د "ښکلو ډرامو او نثر" لپاره ورکړل شوه، چې "د ناویلو غږ" شو.
د یون فوسه د لیکوالۍ لویه برخه په نارویژي ژبه په بیلابیلو ژانرونو لکه؛ ناولونو ، ډرامو ، شعرونو ، تحلیلي مقالو او د ماشومانو د ادبیاتو په ځانګړو لیکلارو چاپ شوي دي.
د نوبل جایزې ویب پاڼې لیکلي، چې ښاغلی فوسه یو له هغو کسانو دی، چې نن سبا یې په نړۍ کې تر ټولو زیاتې ډرامې خپرې شوې دي.
یون فوسه په ۱۹۵۹ میلادي کال کې د ناروې لویدیځ ساحل هاوګسون کې زیږیدلی.
هغه د نارویژي ژبې له دوو ګړدودیزو نسخو څخه یې په یوې لیکل کوي، کوم چې لږ عام دی او د ناروې د نفوس یوازې 10 سلنه خلک پرې خبرې کوي.
یون فوسه وویل، چې هغه ته د نوبل جایزې ورکول په حقیقت کې د هغه د ژبې په رسمیت پېژندل دي، چې دی یې د ترویج په حال کې دی. هغه دا جایزه "د ژبې له امله" ګڼي.
د یون فوسه اثار د نړۍ ۴۰ ژوندیو ژبو ته ژباړل شوي دي. همدارنګه د ښاغلي فوسه له ډرامو څخه تر زرو زيات بېلابېل اثار جوړ شوي دي.