پر اېکس پاڼه د هغه امنیتي کامرو ویډیو خپره شوې، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ایالتي غړی نورالله ترین په کې د شپې ناوخته د پولیسو له لوري نیول کېږي.
خو د نورالله ترین خپلوان وايي، هغه د امنیتي ادارو له لوري تښتول شوی دی.
د نورالله ترین خپلوان وايي، پولیسو ته يې د نوموړي د تښتول کېدو ویډیو سپارلې؛ خو پولیسو د نورالله ترین د تښتول کېدو عریضه نه ده منلې.
نورالله ترین د پښتون ژغورنې غورځنګ یو له مخکښو غړو څخه دی او نوموړي په دوامداره توګه په پاکستان کې د افغان کډوالو د ځورولو په مخنیوي کې هڅې کولې او ډېر افغان کډوال یې له زندانونو هم خلاص کړي وو.
تر دې وړاندې هم په ځلونو د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي د پاکستان د پولیسو لهخوا د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې په بېلابېلو پلمو نیول شوي دی.