د پاکستان پوځ وايي په ټانک کې یې لس وسلوال ووژل

AP ۱۴۰۲ تله ۱۲

د پاکستان پوځ وايي، د خیبر پښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کې یې د استخباراتي معلوماتو له مخې په عملیاتو کې لس وسلوال ووژل.

پاکستاني طالبانو هم منلې چې دې برید کې یې شپږ وسلوال وژل شوي او په مقابل کې یې د پنځو پاکستاني سرتېرو د وژلو ادعا هم کړې ده.

د پاکستان د پوځ عامه اړیکو دفتر په یوه بیان کې ویلي چې دا عملیات یې پرون د ټانک ضلعې په پیزو سیمه کې کړي دي.

د پوځ په خبره، د عملیاتو پرمهال د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمنځ ډزې هم شوې دي.

پوځ دا هم وايي، چې دغو وژل شویو وسلوالو د امنیتي ځواکونو او ولس پرضد په ډېرو بریدونو کې لاس درلود.

پوځ دا هم وايي چې په دې عملیاتو کې یې ډېره اندازه وسله، مهمات او باروت کشف کړي دي.

د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراسانی د دې عملیاتو په تایید سره وايي، په دې نښته کې د دې ډلې شپږ وسلوال او په مقابل کې پنځه پاکستاني پوځیا ووژل شول.

نوموړی په اعلامیه کې زیاتوي، پوځ اول ډرون برید وکړ او وروسته یې په عملیاتو کې درې چورلکو هم برخه درلوده.

د پاکستان ځايي چارواکو هم ویلي چې دوه چورلکې یې په دې عملیاتو کې ښکېلې وې.

نور خبرونه

رادیو