پاکستان کې په سپټمبر کې د ولسي وګړو د تلفاتو کچه د تېرې میاشتې پرتله دوه برابره زیاته وه

AP ۱۴۰۲ تله ۱۱

د پاکستان د جګړې او امنیتي مطالعاتو د ټولنې د معلوماتو له مخې، په سپټمبر میاشت کې د وسله‌والو په بریدونو کې د ولسي خلکو د تلفاتو کچه د تېرې یوې میاشتې مخکې دوه برابره زیاته شوې ده.

د دغه راپور له مخې، د سپټمبر په میاشت کې د وسله‌والو په بریدونو کې د ۸۴ ولسي وګړو په ګډون ۱۳۶ کسان وژل شوي او د پاکستاني پوځیانو په ګډون ۱۴۴ کسان بیا ټپیان شوي هم دي.


د دغې ټولنې د معلوماتو له مخې، که څه هم په سپټمبر میاشت کې د بریدونو شمېر تر هغې وړاندې میاشتې پرتله ۳۴ سلنه کم شوی؛ خو د بریدونو د زیاتوالي له پلوه دغه میاشت د ۲۰۱۵ کال له مارچ راهیسې تر ټولو خونړۍ میاشت وه.

دغه بریدونه تر ډېره د خیبر پښتونخوا په ایالت کې شوي دي.

په سپتمبر میاشت کې دغه ایالت د ۲۳ بریدونو شاهد و، چې ۳۴ کسان پکې وژل شوي او ۷۳ نور ټپیان شوي دي.

په قبایلي سیمو کې هم ۱۷ بریدونه ثبت شوي، چې د ۱۹ کسانو د وژل کېدو او ۱۸ نورو د ټپي کېدو لامل شوي دي.

په بلوچستان ایالت کې هم ۲۰ بریدونه ثبت شوي، چې په پایله کې یې ۷۷ تنه وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان شوي دي؛ خو تر ټولو لږ بریدونه په سند ایالت کې شوي، چې په څلورو بریدونو کې یوازې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.


د پاکستاني پوځیانو د تلفاتو زیاتوالی


د پاکستان د جګړې او امنیتي مطالعاتو ټولنې په یوه راپور کې لیکلي، چې له وسله‌والو سره په جګړه کې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو تلفات په تېرو اتو کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي دي.

د دغه مرکز د شمېرو له مخې، په تېرو نهو میاشتو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو ۳۸۶ غړي وژل شوي دي.

ویل کېږي، چې په دغه شمېر کې ۱۳۷ تنه د پوځ سرتېري دي.

عرب نیوز د یکشنبې په ورځ (د تلې په ۹مه) لیکلي، چې په ۱۴۰۰ کال کې په کابل کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته په پاکستان کې په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې سخت دریځه بریدونه زیات شوي دي.

په راپور کې راغلي، چې کارپوهان په پاکستان کې د وسله‌والو بریدونو او د امنیتي ځواکونو د تلفاتو د زیاتوالي لامل په افغانستان کې د طالبانو بیا واکمنېدل بولي.

د امریکا د همکارۍ وړاندیز

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، له ترهګرۍ سره په اغېزمنه مبارزه کې له اسلام اباد سره همکاري کوي.

مټیو مېلر په پاکستان کې د وروستیو بریدونو په اړه چې زیات شمېر ملکي وګړي پکې وژل شوي وویل، چې دواړه هېوادونه د ترهګرۍ له بېلابېلو کړنو سره مخ دي چې بې ګناه ولسي وګړي په نښه کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دغو بریدونو کې د وژل شویو او ټپیانو له کورنیو سره د ژورې خواخوږۍ په څرګندولو سره ویلي، چې پاکستانيان د ترهګرو بریدونو له امله سخت زیانمن شوي دي.

نور خبرونه

رادیو