وزیرستانیو ښځو او ماشومانو په میرعلي کې د پوځي چوڼۍ مخې ته احتجاج کړی

AP ۱۴۰۲ تله ۱۱

د شمالي وزیرستان په میرعلي ولسوالۍ کې د ځايي پوځي چوڼۍ په دروازه کې هغو ښځو او ماشومانو احتجاج وکړ چې وايي، کلونه کېږي پلرونه، مېړونه او یا مشران وروڼه يې ژوندي ورک دي.

دغو ماشومانو له پاکستاني پوځ وغوښتل، چې د دوی د کورنۍ غړي بې ګناه دي او هغوی دې را پرېږدي.

د هاجرې په مستعار نوم يوې ۱۲ کلنې ماشومې ویلي، چې څلور کاله کېږي پلار يې له کوره ترې اېستل شوی او لا ورک دی: «زما ببا څلور کاله کېږي، چې دغو نیولی او ورک دی، هغه بې ګناه دی راخوشی دې کړي.»

دغو احتجاج کوونکو ښځو او ماشومانو له پاکستاني پوځه وغوښتل، چې د دوی د کورنيو نيول شوي سړي که کوم جرم لري؛ نو محکمې ته دې وړاندې شي.

۴۳ کلنه بي‌بي فاطمه چې دا يې خپل نوم نه دی وايي: «مېړه مې پنځه کاله او درې میاشتې کېږي، چې بندي دی خو که څه ګناه پکې وي عدالت ته دې يې پېش کړي نو داسې خو نه کېږي مړی ژوندی يې ورک وي.»

تر دې وړاندې هم په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې هغو کسانو لاریونونه او پرلتونه کړي، چې د کورنیو غړي يې د دوی په وینا پاکستاني پوځ نیولي او بندیان کړي.

تر دې وړاندې يوې ډلې کوچنیانو او ښځو په بلوچستان کې د خپلو کورنیو د غړو تصویرونه هم له ځان سره نیولي او احتجاج یې کړی و؛ خو دا لومړی ځل دی چې په شمالي وزیرستان کې ښځې او ماشومان د پوځ دروازې ته درېږي او د خپلو کورنیو د ورکو او بندي شویو غړو پوښتنه کوي.

نور خبرونه

رادیو